د کونړ ولايت له پيښو سره د مبارزې امادګۍ رياست

  • Home
  • Afghanistan
  • Kunar
  • د کونړ ولايت له پيښو سره د مبارزې امادګۍ رياست

د کونړ ولايت له پيښو سره د مبارزې امادګۍ رياست ★ خَيرُالناسِ مَن يًنفعُ الناَس ★
تر ټولو غوره انسان هغه دی چې د نورو په ګټه وي .

09/08/2026

د کونړ ولایت په مرکز اسعدآباد کې د مانده او سېلابي لارې پاکولو د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي!

*د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مرکز اړوند هډوال درې د سړک د بیا راغونې کار پیل کړ*له پېښو سره د مبارز...
09/08/2026

*د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مرکز اړوند هډوال درې د سړک د بیا راغونې کار پیل کړ*

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مرکز اړوند هډوال درې سړک د بیا رغونې کار پیل کړ.

د یاد سړک له تخنیکي سروې او ارزونې وروسته، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سړک د بیا رغونې عملي چارې پیل کړې.
د معلوماتو له مخې له دوه هفتو راهیسې دغه سړک د سیلابونو له امله ویجاړ شوي، او د سیمې خلک خپل مړی، مریضان او د کور نور اړین توکي په فزیکي ډول په خپلو مټو راوړي چې ددې سړک په جوړولو سره به یې دغه ستونزه حل شي.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو وویل، چې د دغه سړک د جوړولو لپاره یې یو عراده اسکواټور په کرایه نیولی او د سړک جوړولو د چارو د چټک ترسره کېدو لپاره یې په ساحه کې په کار لګولی دی، څو د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ آسانتیاوې برابرې شي.

نېټه: ۱۴۴۸/۲/۲۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

08/08/2026

مستند!!

د نورستان سېلاب؛ د ناورین له ژورتیا څخه مستند انځور، مرستې او د مرګ‌ژوبلې د زیاتوالي لاملونه..
۰——————————-۰
سیلاب نورستان؛ روایت مستند از عمق فاجعه، کمک‌ها و عوامل افزایش تلفات..
۰——————————-۰
Nooristan Flood; A Documentary Narrative from the Depths of the Catastrophe, the Relief Efforts, and the Factors Behind the Rise in Casualties..

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې ریاست له لوري په مرکز اسعداباد کې د مانده او سېلابي لارې د پاکولو پروژې چارې په چټکۍ س...
08/08/2026

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې ریاست له لوري په مرکز اسعداباد کې د مانده او سېلابي لارې د پاکولو پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د مرکز اړوند نواباد کوچیانو کلي کې د مانده او سېلابي لارې د پاکولو پروژې چارې پیل کړي.

مسؤلین وایي، د پروژې له بشپړېدو سره به د سېلابي اوبو د تېرېدو لاره منظمه شي، د اوبو د راټولېدو او احتمالي زیانونو مخه به ونیول شي او د سیمې د اوسېدونکو کورونه، مسجدونه، ښوونځي، کرنیزې ځمکې او عامه شتمنۍ به د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي پاتې شي.

همدارنګه، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوري د کونړ ولایت په نورو ولسوالیو کې هم د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او وقایوي پروژو د پلي کولو چارې دوام لري، څو د خلکو ژوند، مال او زیربناوې له احتمالي خطرونو څخه خوندي وساتل شي.

نېټه: ۱۴۴۸/ ۲/ ۲۱ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

04/08/2026

کار بازسازی سرک و پاک‌کاری بستر دره در ولایت کنړ آغاز شد!

*د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰ زیانمنو کورنیو ته د سرپناه کېټونه ووېشل*له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ا...
01/08/2026

*د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰ زیانمنو کورنیو ته د سرپناه کېټونه ووېشل*

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د بشري مرستو خیریه موسسې (OHW) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پربنسټ، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، په سرکاڼو، مروره او شلتن ولسوالیو کې هغو ۵۰ کورنیو ته چې کورونه یې د تېرې زلزلې له امله ویجاړ شوي وو، له سروې وروسته د سرپناه کېټونه ووېشل.

په دې لړۍ کې، د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۱۳ قلمه د سرپناه جوړولو وسایل لرونکی یو کېټ ووېشل شو.

د مرستو تر لاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او د بشري مرستو خیریه موسسې څخه د دغو کېټونو د وېش په پار مننه او قدر داني وکړه.

-------------

ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت کنر برای ۵۰ خانواده آسیب‌دیده کیت‌های سرپناه توزیع کرد

بر اساس تفاهم‌نامه همکاری میان اداره آمادگی مبارزه با حوادث و مؤسسه خیریه کمک‌های بشردوستانه (OHW)، ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت کنر، با حمایت مالی این مؤسسه، پس از انجام سروی، برای ۵۰ خانواده‌ای که منازل‌شان در اثر زلزله اخیر در ولسوالی‌های سرکانو، مرورَه و شلتن تخریب شده بود، کیت‌های سرپناه توزیع کرد.

در این روند، با حضور مسئولان، به هر خانواده یک کیت سرپناه شامل ۱۳ قلم وسایل مورد نیاز ساخت سرپناه توزیع شد.

دریافت‌کنندگان این کمک‌ها از ریاست آمادگی مبارزه با حوادث و مؤسسه خیریه کمک‌های بشردوستانه (OHW) به‌خاطر توزیع این کیت‌ها قدردانی و سپاسگزاری کردند.

تاریخ: ۱۷/ ۲/ ۱۴۴۸ هـ ق

اداره آمادگی مبارزه با حوادث

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د چپې درې ولسوالۍ د کړپو کلي د سړک د جوړولو کار پیل کړله پېښو سره د مبارز...
29/07/2026

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د چپې درې ولسوالۍ د کړپو کلي د سړک د جوړولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د چپې درې ولسوالۍ د کړپو له کلي څخه تر هوارې کلي پورې د هغه سړک د جوړولو کار پیل کړی، چې له ډېر وخت رهیسې یې خلک له ګڼ شمیر ستونزو سره مخ ول.

ځایې اوسیدونکي وایې دغه سړک چې څلور کلي به ترې مستفید شې او د تګ او راتګ زمینه به ورته مساعده شې، چې تر دې دمخه یې خلکو خپل د کور توکي، مړی او ژوندۍ ټول په فزیکي ډول په خپلو مټو راوړل چې ددې سړک په جوړولو سره به یې دغه ستونزه حل شې.

د یاد سړک له تخنیکي سروې او ارزونې وروسته، د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سړک د جوړولو عملي چارې پیل کړې. د معلوماتو له مخې، د کړپو له کلي څخه تر هوارې کلي پورې سړک به ۲ کیلو متره اوږدوالې او پنځه متره پلنوالي ولري چې د خلکو د تګ راتګ ستونزه به پرې حل شې

د یادې پروژې د پېل په مراسمو کې د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریس مولوي محمد مبین (مفتون عمر) د خطر کملو او وقایوي پروژو انجینر سلیمان یمان، د چپې درې ولسوال محمد ابراهیم (ثاقب)، د چپې درې محترم معاوین سید رحیم(مجاهد)، او قومي سپین ګیرو ګډون کړي وه

د مسؤ لینو په وینا د دغه سړک د جوړولو لپاره یې یو عراده اسکواټور په کرایه نیولی او د سړک جوړولو د چارو د چټک ترسره کېدو لپاره یې په ساحه کې په کار لګولی دی، څو د سیمې اوسېدونکو ته د تګ راتګ آسانتیاوې برابرې شي.

نېټه:۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

*د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سېلاب ځپلو سیمو د سروې او ارزونې لړۍ پیل کړه*د کونړ ولایت له پېښو سره ...
27/07/2026

*د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سېلاب ځپلو سیمو د سروې او ارزونې لړۍ پیل کړه*

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ریاست تخنیکي او د سروې ټیم د IOM، MAOEN،UN ، OCHR، WFP، AUDOW موسسو سره په ګډه، د یاد ولایت په خاص کونړ، شیګل، څوکۍ، چپه دره، سرکاڼو، او نورګل ولسوالیو کې د هغو سیمو چې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې دي، سروې او د تخنیکي ارزونې بهیر پیل کړ.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سروې او تخنیکي ټیم د سېلابونو له امله د استوګنیزو کورونو، کرنیزو ځمکو او سیمه‌ییزو لارو زیانونه له نږدې وڅېړل او له زیانمنو اوسېدونکو سره یې هم لیدنه وکړه.

د یاد ریاست تخنیکي ټیم د سیمې خلکو ته ډاډ ورکړ چې د سروې له بشپړېدو او د اړوندو اصولي پړاوونو له ترسره کېدو وروسته به د اړتیا وړ اقدامات او لازمې رسېدنې ترسره شي.

نېټه:۱۴۴۸/۲/۱۲ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

22/07/2026

د نورستان غمېزه😰

Address

Kunar

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د کونړ ولايت له پيښو سره د مبارزې امادګۍ رياست posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share