Depart. of Forestry & Natural Resources, SJAU Kunar

Depart. of Forestry & Natural Resources, SJAU Kunar This is an Educational page belonging to the Said Jamaluddin Afghani University, Kunar.

د ځنګل پوهنې او طبيعي سرچينو څانګې رسمي تشکيل
26/07/2026

د ځنګل پوهنې او طبيعي سرچينو څانګې رسمي تشکيل

راتګ مو په لېمو!
27/06/2026

راتګ مو په لېمو!

20/05/2026

د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګې د دوره یی بياکتنې (PPR) راپور فيډبيک
د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون په چوکاټ کې په لومړي د کرنې پوهنځي د ځنګلپوهنې او‌ طبيعي سرچينو څانګې پېنځه کلنه ارزونه ترسره شوې وه، تر څو معلومه شي چې د څانګې ټول درسي او اکاډميک فعاليتونه د کيفيت د لوړاوي معيارونو سره برابر دي او که نه؟
نو د لوړو زده کړو محترم وزارت، تضمين کيفيت او اعتبار ورکونې محترم رياست، د پوهنتونونو د کيفيت د تضمين امريت څخه (۲۹/۱۱۱) ګڼې او ۰۱/۱۱/۱۴۴۷هـ ق نېټې ليک کې د ځنګلپوهنې او طبيعي منابعو څانګې د مهالنې بيا کتنې راپور فيډبيک رارسيدلی چې خوشبختانه راپور یې مثبت ارزول شوی دی او د چارو د لا ښه والي په پار یې اړينې لارښوونې کړي دي چې له تاسې قدرمنو ګډونوالو سره شريکوو.
1. په ياده څنګه کې دې په دوامداره توګه دې د استادانو او محصلینو د تحقيق اړوند ظرفيت لوړونې ورکشاپونه او سيمينارونه وړاندې شي.
2. ياده څانګه دې د استادانو او محصلينو له پاره اخلاقي اصولو پاليسي له ځان سره ولري او په عملي ډول دې استادانو او محصلينو ته ابلاغ کړي.
3. ياده څانګه دې د خپلو محصلينو د علمي وړتيا لوړولو له پاره علمي سيرونه زيات کړي.
4. ياده څانګه دې بايد د مربوطه پوهنځي له لوري په کلني ډول وارزول شي.
5. يادې څانګې دې د نويو محصلينو د جذب له پاره د عامه پوهاوي سيمينارونه په ټولنه کې زيات کړي.
6. يادې څانګې له پاره دې د اړتيا وړ تحقيقاتي فارم جوړ شي، تر څو محصلین ورڅخه د علمي سویې لوړولو کې استفاده وکړي.
7. يادې څانګې محصلينو ته دې عملي کارونو فرصتونه زيات شي.
8. يادې څانګې ته دې د تدريس په وخت کې برق، انټرنيټ او د اړتيا وړ توکي شتون ولري.
9. استادانو ته دې د (OBE-SCL) روشونو د لا ښه والي له پاره ورکشاپونه داير شي.
10. استادان دې خپلو څېړنيزو پروژو ته وده ورکړي.
11. پوهنتون دې د محصلینو د اړتيا سره سم د يادو څانګو اړوند کتابخانې او لابراتوارونو په غني کولو کې لازم اقدامات ترسره کړي.
انشاء الله د يادې څانګې امريت او استادان ژمن دي چې په راتلونکې کې د يو منظم پلان له مخې يادې لارښوونې عملي کړي او د څانګې د بهبود او پرمختګ له پاره ټول امکانات په کار واچوي.

19/05/2026

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د زارعت پوهنځي څلورم ټولگي محصلینو ته د دندې موندنې او معياري سي وي جوړولو په هکله يو ورځنی معلوماتي سېمينار دایر شو.
ياد سېمينار چې د زراعت پوهنځي له لوري د پوهنتون مسلکي پرمختيا په مرکز کې داير شوی ؤ، د څلورم ټولگي لسگونو محصلينو په کې برخه لرله.
پيل کې د زراعت پوهنځي د ځنگل‌پوهنې او طبيعي سرچينو څانگې آمر پوهنمل شاهدالله امن په خپلو خبرو کې ياد سېمينار د محصلينو د ظرفيت لوړونې په برخه کې مهم وباله او له برخه‌والو يې غوښتنه وکړه چې په خپل فعال گډون سره د سېمينار له ټولو مطالبو د مهارتونو په لوړونه کې پوره گټه واخلي.
ورپسې د ياد پوهنځي استاد پوهنيار سيد رحمت الله سادات له لوري د معیاري سي وي لیکلو فارمټ، د سي وي لیکلو پر مهال د ځینو اړین ټکي په نظر کې نیول، دندې لپاره د غوښتنلیک سپارل، د کاري مصاحبې مؤثرې لارښوونې او نور بېلابېل موضوعات په پوره ډول تشرېح شول او همداراز يې د گډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.

18/05/2026

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
قدرمنو محصلينو!
نېکې هيلې او سلامونه مې ومنئ.
ګرانو محصلينو! ستاسې د ظرفيت لوړونې په موخه سبا د ۱۴۰۵ هـ ش کال د ثور میاشتې په ۲۹مه نېټه، د سهار په ۱۱:۰۰ بجو، د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د مسلکي پرمختيا امريت په تالار کې د ځنګلپوهنې او طبيعي سرچينو څانګې له لوري (د CV جوړولو او د دندو لپاره د غوښتنليک وړاندې کولو عملي لارې چارې) تر عنوان لاندې يو علمي سيمينار وړاندې کېږي.
له ټولو قدرمنو محصلينو څخه هيله کېږي چې په ټاکلي وخت سيمينار ته تشريف راوړي او له موږ سره ګډون وکړي.
وخت: ۱۱:۰۰ سهار
نېټه: ۲۹/۲/۱۴۰۵ هـ ش
ځای: د مسلکي پرمختيا امريت د غونډو تالار

12/05/2026
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون؛د زراعت پوهنځي، د ځنگل‌پوهنې او طبيعي سرچينو څانگې لرليد، ماموريت او موخې:د ځنگل‌پوهنې او ...
11/05/2026

سيد جمال الدين افغاني پوهنتون؛
د زراعت پوهنځي، د ځنگل‌پوهنې او طبيعي سرچينو څانگې لرليد، ماموريت او موخې:
د ځنگل‌پوهنې او طبيعي سرچينو څانگې لرلید
د ځنگلپوهنې او طبيعي سرچينو څانگه به د ځنگلونو د ساتنې او تنظيم په برخه کې د مسلکي کادرونو د روزنې، تدريس او تحقيق له لارې د افغانستان او سيمې په کچه يو غوره تحصيلي ادرس وي.
د ځنگل‌پوهنې او طبيعي سرچينو څانگې ماموريت
د ليسانس په کچه د ځنگلونو او طبيعي سرچينو په برخه کې د کادرونو روزل، د څېړنو، ليکنو او تدريس له لارې عصري ټکنالوژي رامنځته کول او ټولنې ته يې معرفي کول، د ځنگلي محصولاتو په کميت او کيفيت کې ښه‌والی رامنځته کول چې له امله يې د وگړو په ټولنيز اقتصادي ژوند کې مثبت بدلون رامنځته شي.
د ځنگل‌پوهنې او طبيعي سرچينو څانگې موخې
1. د ځنگلپوهنې او طبيعي سرچینو په برخه کې د متخصصو، مسلکي او فني کادرونو روزل
2. د ځنگلونو د احداث، ساتنې، بيا رغوني او پراختيا له نويو سېستمونو او ټکنالوژۍ سره بلدتیا او ترويجول
3. د ملک په کچه د بیولوژیکي تنوع د ساتنې له‌پاره د نویو سېستمونو پېژندنه او گټه اخيستنې سره بلدول
4. د ځنگلونو د اصلي او فرعي محصولاتو څخه د گټې اخيستنې په موخه د نویو مېتودونو او ټکنالوژۍ سره د محصلينو بلدول
5. د ملک د ځنگلونو او طبيعي سرچینو په برخه کې د څېړنو او سروې‌گانو ترسره کولو په موخه د نويو مېتودونو پېژندل
6. د ملک په کچه د ایکوټورېزم ساحو پېژندل
7. د ملک او نړۍ په کچه د چاپېریالي ستونزو، لاملونو او حل‌لارو په برخه د کادرونو روزل
8. د تدريس، څېړنو او ليکنو له لارې ټولنې ته د ځنگلونو او طبيعي سرچینو د ساتنې، تنظيم او گټه اخيستنې په برخه کې د نوې او عصري ټکنالوژۍ پېژندنه

29/04/2026

د برحاله محصلینو د پام وړ!
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون خپلو ټولو گرانو محصلینو ته خبر ورکوي چې د روان سمستر درسي بهير له ټاکل شوي مهال‌وېش سره سم په عادي ډول جريان لري، نو ټول محصلين دې خـپل درسونه په منظم ډول تعقيب کړي.
د محصلانو چارو معاونيت

02/02/2026

*بهاري سمستر د درسونو د پیل خبرتیا!!*
د کونړ سيد جمال الدين افغاني پوهنتون ټولو برحال محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د راتلونکي بهاري سمستر درسونه به له گرمسيرو پوهنتونونو سره هم مهال د چهارشنبې په ورځ، د روان ۱۴۰۴ لمريز کال د دلوې مياشتې پر ۱۵مه نېټه، چې د ۱۴۴۷ سپږميز کال د شعبان المعظم مياشتې له ۱۶مې نېټې سره برابره ده، رسماً پیل شي؛ نو پر همدې بنسټ د دې پوهنتون ټولو برحال محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې پر ټاکلې نېټه خپلو درسونو ته په منظم ډول حاضر شي.

Address

Salarbagh, Asadabad
Kunar

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 13:00
Saturday 08:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 16:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Depart. of Forestry & Natural Resources, SJAU Kunar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share