03/04/2026
دکونړونو ولایت امنیه قوماندانۍ داطفائیه امریت خبر تیا !
درنو هېوادوالو نن شپه سبا او راتلونکې ورځې د بدخشان پرته د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې شدید بارانونه او قوي سیلابونه اټکل شوي دي.
همدا اوس په کندهار، زابل، هرات، بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو کې شدید سیلابونه راغلي دي او وضعیت لا هم د خرابېدو په حال کې دی.
کونړ دټولو ولسونو او په ځانګړي ډول د سیلابي سیمو اوسېدونکو څخه جدي غوښتنه کېږي چې سمدستي د سیلابونو له غاړو او ټیټو سیمو خپل کورونه پرېږدئ خوندي او لوړو ځایونو ته انتقال شئ خپل ماشومان او کورنۍ له خطره وساتئ.
دا خبرداری عادي مه ګڼئ دا یو جدي وضعیت دی او هر ډول بېپامي کولای شي د ځاني زیان لامل شي زموږ معلومات ستاسو د وېرې لپاره نه، بلکې د خوندیتوب او ژغورنې لپاره خپرېږي.
مهرباني وکړئ د معلوماتو په خپرولو کې خپله همکاري مه سپموئ او د هیوادوالو ژوند وژغورئ.
د کونړ په سطحه په سیلابونو او کورونو کی بند پاتی هیواد والو په اړه که معلومات ترلاسه کړی نو داطفائیه امریت په لاندی شمیرو اړیکه ونیسئ.
0777790230
0706438034
0777440195
0770757160
معلومات درسره خپاره کړئ.