04/06/2026
| د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۳۵۵ زیانمنو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د GAALO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د خوست ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، هغو ۱,۳۵۵ کورنیو ته چې په دې ولایت کې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې او په سرحدي سیمو کې د وروستیو جګړو له امله بېځایه او مرکز ته راکډه شوې دي، تر سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش بهیر د مسؤلینو په شتون کې ترسره شو، چې هرې کورنۍ ته د دوهم پړاو ۵,۸۰۰ افغانۍ او په ټولیز ډول اووه میلیونه او اته لکه او نه پنځوس زره (۷,۸۵۹,۰۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۱۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
———————————۰
ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت خوست برای ۱,۳۵۵ خانواده متضرر کمک نقدی توزیع کرد
بر اساس تفاهمنامه امضا شده میان اداره آمادگی مبارزه با حوادث و مؤسسه GAALO، ریاست آمادگی مبارزه با حوادث ولایت خوست با همکاری این مؤسسه، پس از سروی، برای ۱,۳۵۵ خانوادهای که در آن ولایت در نتیجه حوادث طبیعی آسیب دیده و به دلیل جنگهای اخیر در مناطق مرزی بیجا شده و به مرکز ولایت منتقل شدهاند، کمکهای نقدی توزیع نمود.
در این پروسه با حضور مسئولان، به هر خانواده در مرحله دوم مبلغ ۵,۸۰۰ افغانی توزیع گردید که در مجموع مبلغ هفت میلیون و هشتصد و پنجاه و نه هزار (۷,۸۵۹,۰۰۰) افغانی برای این تعداد خانواده اختصاص یافته بود.
تاریخ: ۱۴۴۷/۱۲/۱۸ هـ ق
اداره آمادگی مبارزه با حوادث