12/06/2021
Grammar
ګرامر
Simple Future Tense:
It shows an action which will happen in the future.
ساده راتلونکې زمانه:
دا زمانه هغه عمل څرګندوي چي په راتلونکي کي به واقع سي.
We have two structures for this tense.
ددې زمانې لپاره موږ دوه ساختمانونه لرو. په پښتو ژبه کي يې معنی يو ډول ده او هیڅ فرق نه لري.
مثبت ساختمان:
1. Positive Structure: Subject + will/shall + V + C
We use this structure when we are 50% sure about an action in the future.
دا ساختمان هغه وخت استعمالوو کله چي د یو کار د واقع کيدو په اړه پوره مطمئن نه يو.
Ex: Ahmad will arrive in 10 minutes. (We are not 100% sure about the arrival of Ahmad, hence we use this structure.)
مثلاً: احمد به په ۱۰ دقيقو کي را ورسيږي. (موږ د احمد د را رسېدو په اړه پوره مطمئن نه یو، ځکه دا ساختمان کاروو.)
مثبت ساختمان:
2. Positive Structure: Subject + is/am/are + Going to + V + C
We use this structure when we are 100% sure about an action in the future.
دا ساختمان هغه وخت استعمالوو کله چي د يو کار د واقع کيدو په اړه پوره مطمئن يو يا جدي يو.
Ex: Sara is going to do her homework after an hour. (We are 100% sure about her doing her homework.)
مثلاً: سارا به خپل کورنۍ دنده يو ساعت وروسته وکړي. (ددې د کورنۍ دندي د کولو په اړه پوره مطمئن يو، ځکه دا ساختمان کاروو.)
منفي ساختمان:
1. Negative Structure: Subject + will/shall + Not + V + C
Ex: Ahmad will not arrive in 10 minutes.
مثلاً: احمد به په ۱۰ دقيقو کي راونه رسيږي.
منفي ساختمان:
2. Negative Structure: Subject + is/am/are + not + going to + V + C
Ex: Sara is not going to do her homework after an hour.
مثلاً: سارا به خپل کورنۍ دنده يو ساعت وروسته ونه کړي.
سواليه ساختمان:
1. Interrogative Structure: Will/shall + Subject + V + C
Ex: Will Ahmad arrive in 10 minutes?
مثلاً: آيا احمد به په ۱۰ دقيقو کي را ورسيږي؟
2. Interrogative Structure: Is/am/are + Subject + Going to + V + C
Ex: Is she going to do her homework after an hour?
مثلاً: آيا سارا به يو ساعت وروسته خپل کورنۍ دنده وکړي؟
منفي سواليه ساختمان:
1. Negative Interrogative Structure: Will/shall + Subject + Not + V + C
Ex: Will Ahmad not arrive in 10 minutes?
مثلاً: آيا احمد به په ۱۰ دقيقو کي راونه رسيږي؟
2. Negative Interrogative Structure: Is/am/are + Subject + Not + Going to + V + C
Ex: Is she not going to do her homework after an hour?
مثلاً: آيا سارا به يو ساعت وروسته خپل کورنۍ دنده ونه کړي؟
27