31/05/2026
جیو تکنیکل انجنیري
د ودانیو او ساختماني پروژو لپاره جیوتکنیکل ځکه مهم دی، چې هره ودانۍ یا ساختمان د ځمکې پر مخ یا تر ځمکې لاندې جوړېږي او د دې ځمکې خاصیتونه د نوموړې ودانې په جوړښت او پایدارې مستقیم تاثیر لري.
دلته ځینې مهم دلایل ذکر کوو، چې ولې جیوتکنیکل د ودانیو لپاره حیاتي رول لري:
1. د ځمکې د میخانیکي خاصیتونو درک کول:
هره خاوره یا ځمکه یو شان نه وي، ځینې سختې او ځینې نرمې وي، ځینې اوبه جذبوي، او ځینې یې نه جذبوي.
جیوتکنیکل مطالعاتو پواسطه دا معلومیږي چې آیا دا خاوره د ودانۍ وزن او وارده بارونه زغملی شي که نه، نو په همدې اساس د ځمکې باربرداشت (Bearing Capacity) معلوموي، چې ترڅو ودانۍ ناڅاپي نړېدنه ونکړي.
2. د مناسب بنسټ (Foundation) ډیزاین: بنسټونه مستقیماً د ځمکې له خاصیتونو سره تړلي دي.
که خاوره ضعیفه وي، ژور بنسټ (Deep Foundation) لکه Piles یا Caissons ته اړتیا وي.”امین زی لیکدود“
که خاوره قوي وي، نو عادي Shallow Foundations لکه Mat Foundation یا Strip Footing کافي وي.
که مناسب بنسټ انتخاب نشي، ودانۍ ښايي نشست (Settlement) یا چپه کېدو (Failure) ته مخه وکړي.
3. د ځمکې ناسته (Settlement) کنټرول:
ځینې خاورې لکه Clay د وخت په تېرېدو سره ناستې ته دوام ورکوي، چې دا ودانۍ ته زیان رسولی شي.
جیو تکنیکل مطالعات Differential Settlement تحلیلوي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې ودانۍ غیر منظم نشست ونکړي.
4. د ځمکې د میلان (Slope Stability) او د ځمکو ښویېدو (Landslides) مخنیوی:
که ودانۍ په غرنیزه یا نرمه خاوره کې وي، د ځمکې ښویېدو خطر یې شته.
جیوتکنیکل دا محاسبه کوي چې ایا خاوره ثابته ده، که نه، نو د استنادي دیوالونو (Retaining Walls)، Soil Reinforcement یا Pile Supports اړتیا معلوموي.
5. د زلزلې اغېز ارزول (Seismic Effects on Soil)
ځینې خاورې لکه Sandy Soils د زلزلې پر مهال Liquidification ته ځي، یعنې شګې مایع ته ورته کېږي، چې ودانۍ پرې نړېدای شي.
Geotechnical Engineers د زلزلهضد بنسټونه ډیزاین کوي، لکه Deep Foundations، Seismic Base Isolation، او Soil Improvement Techniques.
6. د اوبو جدول (Groundwater Table) او Drainage ستونزو معلومول:
که د اوبو سطحه لوړه وي، نو د ودانۍ تهداب ته اوبه زیان رسوي، نو د جیوتکنیکل انجینرۍ پواسطه
د Drainage Solutions لکه Pumping Systems، Waterproofing، او Soil Stabilization وړاندیز کیږي تر څو په آینده کې تهدابونه متاثره نشي.
7. د تونلونو، پلونو، او لویو زیربنایي پروژو اهمیت:
جیوتکنیکل انجینري یوازې ودانیو ته نه، بلکې پلونو، تونلونو، بندونو، او سړکونو ته هم مهم دی.
د خاورو د Shear Strength تحلیل، د Rock Mechanics ارزونه، او Tunneling Stability محاسبات د همدې علم پواسطه ترسره کیږي.
پایله
بدون له Geotechnical Engineering، موږ نه پوهېږو چې خاوره زموږ د ودانیو وزن زغملی شي که نه، ایا د زلزلې یا سیلاب پر مهال جوړښت پایدار پاتې کېدای شي که نه، او ایا بنسټ به ناسته (Settlement) وکړي او که نه.
همدا لامل دی چې Geotechnical Engineering د سیول انجنیرۍ یوه مهمه او پیچلې برخه ده.