16/04/2023
د نړۍ په سطحه دریم شتمن " مکیش امباني " چې د هند هیواد څخه دي، په تازه مرکه کې يې ډیرې په زړه پورې خبرې کړي, چې ځينې مهم ټکي يې په لاندې ډول يادوو …
1 - په نړۍ کې هېڅ دنده کوونکی خوشحاله نه شي اوسېدلی .
2 - د انسان اقتصادي ژوند هغه وخت پیل کیږي، کله چې هغه خپل کار پیل کړي .
3 - بریا او پرمختګ له تعلیم سره هیڅ تړاو نه لري .
4 - که د تعلیم له لارې پیسې پیدا شوې وای، نن به د نړۍ هر پروفیسور میلیاردر وه .
5 - دا مهال په نړۍ کې نهه سوه پنځوس میلیاردران دي، په دوی کې هیڅ پروفیسور یا اکادمیک شامل نه دی .
6 - نړۍ کې تل د متوسطې طبقې خلکو پرمختګ کړی، دا خلک د وخت په قدر او ارزښت پوهیږي، دا خلک د زده کړې په دوره کې د دې پر ځای چې ډګریانې ترلاسه کړي، دوی کاروبار پیل کړي .
7 - بریا دوی ته د کالج یا پوهنتون پر ځای له کارخانې یا بازار څخه راځي .
8 - په خپل ژوند کې هېڅکله کالج یا پوهنتون ته نه یم تللی .
9 - دا مهال زما په شرکت کې ۳۰ زره د لوړو زده کړو خاوندان او ښځې کار کوي، دا لوستي کسان د وزن، عقل او دماغ له لحاظه له ما څخه ډېر ښه دي، خو د دندې پرېښودو جرئت نه لري، دوی په خپل ځان تکیه نه کوي، ځکه چې دوی په ځان باور نه لري .
10 - که یو سړی زما لپاره کار کولی شي، هغه د ځان لپاره هم کار کولی شي، هغه یوازې یو څه هڅونې ته اړتیا لري .
11 - په دنیا کې له مزدورۍ پرته د هر څه بدیل شته .
12 - په دنیا کې د بې وزلو لپاره هیڅ پناه ځای نشته، مګر ټوله دنیا د کار کونکو لپاره خلاصه ده .
نوټ : دا پوست مي ځکه وکړو، چې همیشه خلک له خپل کاروباره شکایت کوي او وایي چه نه کیږي، خو دوی په اصل کې حرکت هم نه وي کړي، هر کار کیدونکي دې، که ته تلاش وکړي