Nawey Ranaنوي رڼا

Nawey Ranaنوي رڼا هر ډول ټولنیز سیاسي او فرهنګي معلومات د افغانستان او نړي په هکله .....

د خپلواکۍ پنځمه کلیزه په پوره جوش او ولولو سره د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه‏په ټول هېواد کې د اسلامي امارت د م...
16/08/2026

د خپلواکۍ پنځمه کلیزه په پوره جوش او ولولو سره د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه

‏په ټول هېواد کې د اسلامي امارت د مشرانو، دیني عالمانو، مجاهدینو، قومي مخورو او ولسونو له لوري د خپلواکۍ پنځمه کلیزه (د زمري ۲۴مه) د فتحې ورځ په پوره جوش او ولولو سره د شاندارو مراسمو په لړ کې ونمانځل شوه، چې د مراسمو په لړ کې د امارتي ادارو او ځوانانو له لوري یو شمیر نظامي او سپورتي حرکات او تمثیلي پارچې هم ترسره شول.
‏د ۱۴۰۰ لمریز کال زمري ۲۴ مه نېټه د افغانستان اسلامي امارت د غیرتي ولس په مرسته د بې ساري قربانیو په ورکولو سره امریکایانو او متحدینو ته یې په سیاسي او نظامي برخو کې ماتې ورکړه او اسلامي نظام یې یو ځل بیا په هېواد کې قایم کړ، چې دا ورځ (دزمري ۲۴ مه) په تاریخ کې د ویاړمنې ورځې په نوم ونومول شوه.
‏د اسلامي نظام په بیا ځلې حاکمیت سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې ډاډمن امنیت تامین شوی او د ټولنې ټول قشرونه یې تر سیوري لاندې په خوندي ډول ژوند تېروي، په تېرو پنځو کلونو کې اسلامي امارت په سیاسي، فرهنګي، اقتصادي، نظامي او ټولنیزو برخو کې سترې لاسته راوړنې لري.
‏د فتحې د‌ پنځمې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې ولسونو په جوش او ولولو سره يو او بل ته مبارکۍ ورکړې او دا ورځ یې د افغانستان په تاريخ کې له وياړه ډکه ورځ وبلله همدارنګه په بېلابېلو ولایتونو کې تېره شپه د خپلواکۍ نمانځنې په موخه د ګڼ شمېر هېوادوالو په شتون کې حماسي مشاعرې ترسره شوې.

افتتاح میدان فوتبال کاکه قلندریبا کمال خوشحالی به اطلاع همشهریان عزیز می‌رسانیم که میدان فوتبال کاکه قلندری رسماً افتتاح...
26/07/2026

افتتاح میدان فوتبال کاکه قلندری

با کمال خوشحالی به اطلاع همشهریان عزیز می‌رسانیم که میدان فوتبال کاکه قلندری رسماً افتتاح گردید.

مسئولین این مجموعه در مراسم افتتاحیه اظهار داشتند:
«هدف ما ایجاد یک فضای سالم ورزشی برای جوانان است تا آنان را به ورزش تشویق نموده و از اعتیاد و سایر آسیب‌های اجتماعی دور نگه داریم. باور داریم که ورزش، راهی برای سلامت، پیشرفت و ساختن آینده‌ای روشن برای نسل جوان است.»

مسئولین میدان فوتبال کاکه قلندری در مراسم افتتاحیه گفتند:

«هدف ما تنها افتتاح یک میدان فوتبال نیست، بلکه تلاش می‌کنیم در آینده نیز میدان‌های معیاری بیشتری را در ولایت غزنی ایجاد و در اختیار جوانان قرار دهیم. از تمام تیم‌های فوتبال دعوت می‌کنیم تا در این میدان ثبت‌نام کرده و از امکانات آن استفاده نمایند. امیدواریم با گسترش ورزش، جوانان به سوی سلامتی، اتحاد و پیشرفت گام بردارند.»

📍 آدرس:
سرک عمومی پخته، توحیدآباد، سرِ کارته، پهلوی جعفریه، سوپرمارکیت سعید غزنوی.

11/07/2026

د. درخشان غزنه سونا ځانګړي خپرونه
کوربه عصمت الله حمیدی

08/07/2026

‏چې جنازه مې دروړي مورې
‏ځان دې تکیه کړه په دېوال کیږده لاسونه
‏اخ اخ اتلا

په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوو چې د افغانستان وتلی شخصیت او د هېواد ویاړ، شاپور ځدراڼ، له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.مرحوم د...
07/07/2026

په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوو چې د افغانستان وتلی شخصیت او د هېواد ویاړ، شاپور ځدراڼ، له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

مرحوم د خپل ژوند په اوږدو کې هېواد ته ارزښتناک خدمتونه ترسره کړل او نوم به یې تل د خلکو په زړونو کې ژوندی وي.

موږ د هغه مړینه د افغانستان لپاره یوه ستره ضایعه بولو. الله تعالی دې مرحوم ته جنت الفردوس نصیب کړي، قبر یې له نور څخه ډک کړي، او درنې کورنۍ، دوستانو او ټولو خواخوږو ته دې د زړه صبر او اجر ورپه برخه کړي.

إنا لله وإنا إليه راجعون.

د نوي رڼا فېسبوک پاڼې قدرمنو لیدونکو! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاتهد سمینارونو د لړۍ په دوام، یو ځل بیا مو د غزني ولای...
04/07/2026

د نوي رڼا فېسبوک پاڼې قدرمنو لیدونکو! السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

د سمینارونو د لړۍ په دوام، یو ځل بیا مو د غزني ولایت د مرکز د پایه کلي د ګدامدارانو په لیسه کې یو ګټور سمینار وړاندې کړ. همدارنګه، ګډونوالو زده‌کوونکو ته د هڅونې په موخه ځینې ډالۍ هم ووېشل شوې.

د یاد سمینار مالي ملاتړ د محمد عمر خروټي د قلم او کتابچو تجارتي شرکت له لوري شوی و، چې له هغوی څخه د زړه له کومې مننه او کورودانی څرګندوو.

د سمینار وړاندې کوونکی: عصمت الله حمیدي

د سلطان شهاب الدین عالي لیسي انکړ او د یاد سمینار عکسونه
16/06/2026

د سلطان شهاب الدین عالي لیسي انکړ او د یاد سمینار عکسونه

د نوي رڼا فېسبوک پاڼې له لارې!د غزني ولایت د شمس العارفین عالي لېسې د زده‌کوونکو له لوري، د «هدف ته د رسېدو او پر ځان د ...
11/06/2026

د نوي رڼا فېسبوک پاڼې له لارې!

د غزني ولایت د شمس العارفین عالي لېسې د زده‌کوونکو له لوري، د «هدف ته د رسېدو او پر ځان د باور پیدا کولو» تر عنوان لاندې جوړ شوي علمي سیمنار ته ښه راغلاست وایو.

د یاد علمي سیمنار له مالي ملاتړ کوونکي، محمد عمر خروټي کچوال د قلمو او کتابچو تجارتي شرکت څخه د زړه له کومې مننه کوو چې د دې علمي پروګرام مالي ملاتړ یې کړی دی.

په لنډو شپو کې به د یاد سیمنار ویډیوګانې او راپورونه له تاسو سره شریک کړو. تر پایه زموږ سره پاتې شئ.

مننه
نوي رڼا فېسبوک پاڼه

Address

Kabul
1015

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Nawey Ranaنوي رڼا posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category