17/07/2026
بسم الله الرحمن الرحیم
د ۱۴۰۵ هـ ش کال د سرطان ..٢٦. نېټه
نن د احمدزیو د عمومي شورا محترم عمومي رئیس، مولوي محمد زاهد احمدزي، د شورا د مشرتابه، د بېلابېلو خېلونو د مشرانو، د شمال مېشتو احمدزیو د رئیس او مشرانو، د شورا د مالي کمېټې، د پکتیا ولایت د مشرانو، علماوو، سپینږیرو او ځوانانو په ملتیا د ګلمتخیلو هغې غمځپلې کورنۍ ته د تعزیت او فاتحې لپاره ورغلل، چې څه موده وړاندې له پاکستان څخه خپل هېواد ته د راستنېدو پر مهال د تورخم–کابل پر لاره د ترافیکي پېښې له امله یې موټر سیند ته ولوېد او په پایله کې یې ۱۳ تنه شهیدان شول.
د تعزیت او فاتحې ترڅنګ، د احمدزیو عمومي شورا له یادې کورنۍ سره د قوم له خوا راټولې شوې څه دپاسه اوو سوه زره (۷۰۰,۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته هم وسپارله.
له فاتحې وروسته د احمدزیو د عمومي شورا رئیس، محترم مولوي محمد زاهد احمدزي، حاضرینو ته وینا وکړه. نوموړي وویل چې دا د الله تعالی له لوري یو ستر امتحان دی او مسلمان باید په داسې سختو حالاتو کې صبر او زغم وکړي. هغه د شهیدانو کورنۍ ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کړ او هغوی ته یې د صبر، حوصلې او استقامت سپارښتنه وکړه.
رئیس صاحب زیاته کړه چې د دې کورنۍ غم یوازې د هغوی نه، بلکې د ټول احمدزیو قوم ګډ غم دی، او قوم به تل په غم او خوشحالۍ کې د یو بل ترڅنګ ولاړ وي. هغه وویل، دا نغدي مرسته که څه هم د زیان جبران نه شي کولای، خو د قوم د یووالي، ورورولۍ او خواخوږۍ څرګندونه کوي، ځکه په دې مرسته کې د احمدزیو د ټولو خېلونو ونډه شامله ده.
په پای کې نوموړي دعا وکړه چې آینده دې الله تعالی ټول هېوادوال له داسې دردناکو پېښو څخه وساتي.
وروسته حاجي ګلان سلطانخېل د ګلمتخیلو په استازیتوب خبرې وکړې. هغه د احمدزیو د عمومي شورا له مشرتابه، ټولو راغلو مشرانو، علماوو، سپینږیرو او ځوانانو څخه د تعزیت، خواخوږۍ او نغدي مرستې له امله مننه وکړه او ویې ویل چې د قوم دا ملاتړ به هېڅکله هېر نه کړي.
په درنښت
د احمدزیو د عمومي شورا فرهنګي کمېټه