ROYAL Training Club

ROYAL Training Club “د اتل په څېر تمرین وکړه، د شاهي په څېر مبارزه وکړه.” 👑🥊

13/09/2026

ده رویال بوکسینګ ورزشي کلب دوه کوچني بوکسران شعیب الله او نوید جان ماشاالله په کم عمر او کم وخت تمرین سره بیا هم یو دبل خلاف خایسته پایټ💁

🥊 د Royal Training Club خپلمنځي بوکس سیالۍ دالمپیک امریت په همغږۍ ترسره شوې! 🏆د پنجشنبې په ورځ د Royal Training Club په ...
12/09/2026

🥊 د Royal Training Club خپلمنځي بوکس سیالۍ دالمپیک امریت په همغږۍ ترسره شوې! 🏆

د پنجشنبې په ورځ د Royal Training Club په ورزشي چاپېریال کې د کلب د ۳۰ تنه ورزشکارانو ترمنځ په زړه‌پورې او له هیجان څخه ډکې خپلمنځي د بوکس سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې ورزشکارانو د خپل تمرین، تخنیک، سرعت، زغم، جرئت او ورزشي انضباط عملي وړتیاوې وښودې. هرې سیالۍ د ورزشکارانو د مهارتونو د ارزونې ترڅنګ، د سالم رقابت، متقابل درناوي او سپورتي اخلاقو ښکلی انځور وړاندې کړ.

🎯 د دغو سیالیو موخه یوازې بریا او ماته نه وه؛ بلکې د ورزشکارانو د تجربې زیاتول، د سیالۍ له فضا سره د هغوی عیارول، د تخنیکي نیمګړتیاوو پېژندل او د راتلونکو رسمي سیالیو لپاره د هغوی لا ښه چمتو کول وو.

👏 موږ د ټولو هغو ورزشکارانو هڅې ستایو چې په زړورتیا سره یې د سیالیو په ډګر کې ګډون وکړ. بریا د هر ورزشکار لپاره ویاړ دی، خو ریښتینی اتل هغه څوک دی چې له هرې سیالۍ وروسته یو ګام نور هم پرمختګ وکړي.

❤️ Royal Training Club — د ځواک، انضباط، زحمت او اتلولۍ کور.

راتګ مو په لیمو، هرکله راشئ❤️🥊🔥 د رويال ورزشي کلب د بوکس سیالۍ 🏆قوت به وازمویل شي، مهارت به وځلېږي، او قهرمان به وټاکل ش...
07/09/2026

راتګ مو په لیمو، هرکله راشئ❤️

🥊🔥 د رويال ورزشي کلب د بوکس سیالۍ 🏆

قوت به وازمویل شي، مهارت به وځلېږي، او قهرمان به وټاکل شي!

رويال ورزشي کلب د خپلو تکړه ورزشکارانو ترمنځ خپلمنځي د بوکس سیالۍ ترسره کوي، چې په ترڅ کې به ورزشکاران د خپلې میړانې، چټکتیا، تخنیک او سختې روزنې پایله د سیالۍ په رینګ کې نندارې ته وړاندې کړي.

🥊 هره ضربه یو ګام بریا ته
💪 هره مبارزه د تجربې درس
🏆 او هره بریا د قهرمانۍ پیل دی!

موږ ټولو ورزشکارانو ته د بریالیتوب هیله کوو او له درنو مینه‌والو څخه غواړو چې د خپلو ورزشکارانو ملاتړ وکړي.

«له تمرینه تر رینګه، له رینګه تر قهرمانۍ!»

ROYAL TRAINING CLUB
رويال ورزشي کلب 🥊🏆

سبا ورځ پنجشنبه
وخت : مازدیګر ۶ بجي
پته : مرکز ښرنه پوهنی ریاست کوڅې ته مخامخ

په غزني ولایت کی دبوکسینک سیمینار ترسره شوو چي پکتیکا. پکتیا.خوست.لوګر.غزني.بامیان.میدان وردګ پکي ګډون کړی وو په یاد سیم...
04/09/2026

په غزني ولایت کی دبوکسینک سیمینار ترسره شوو چي پکتیکا. پکتیا.خوست.لوګر.غزني.بامیان.میدان وردګ پکي ګډون کړی وو په یاد سیمینار کي له پکتیکا څخه د(رویال ورزشي کلب) استاد ظاهرشاه ظاهري هم پکي ګډون کړی ووچي تیره ورځ وروسته له امتحان پای ته ورسیده

🥊 بوکس یوازې په عمر او وزن پورې  اړه نه لري! 🥊په بوکس کې یوازې عمر او وزن معیار نه دی؛ تجربه، مهارت، سرعت، تخنیک، فټنس، ...
27/08/2026

🥊 بوکس یوازې په عمر او وزن پورې اړه نه لري! 🥊
په بوکس کې یوازې عمر او وزن معیار نه دی؛ تجربه، مهارت، سرعت، تخنیک، فټنس، نظم او ذهني چمتووالی هم ډېر مهم دي.
هر لوبغاړی باید د خپل توان او کچې مطابق تمرین او سیالي وکړي. 💪🥊
تمرین وکړه، مهارت لوړ کړه، ځان باور جوړ کړه او تل د پرمختګ په لټه کې اوسه!
🏆 بوکس د ځواک تر څنګ د هوښیارۍ او مهارت لوبه ده. راشۍ منظم تمرین له موږ سره تجربه کړۍ
ادرس شاروالي لاین معارف کوڅي ته مخامخ دوهم منزل @رويال بوکسينګ ورزشي کلب

25/08/2026
12/08/2026

Jumping | Royal Training Club | RTC|

10/08/2026

ورزش انسان ته روغ بدن، قوي ذهن او لوړ مورال ورکوي. هغه څوک چې په منظم ډول ورزش کوي، له ډېرو ناروغیو څخه خوندي پاتې کېږي، پر ځان باور یې لوړېږي او د ژوند په بېلابېلو برخو کې ښه بریالیتوب ترلاسه کوي.

د ورزش ځینې مهمې ګټې:
✅ د زړه او سږو روغتیا پیاوړې کوي.
✅ بدن قوي او فټ ساتي.
✅ ذهني فشار او اندېښنې کموي.
✅ پر ځان باور او انضباط زیاتوي.
✅ انرژي او تمرکز لوړوي.
✅ د دفاعي سیستم پیاوړتیا کې مرسته کوي.
✅ د سالم او بریالي ژوند بنسټ جوړوي.

نن یو ګام واخله، خپل ورزش پیل کړه، او د سالم، ځواکمن او بااعتماده ژوند خوند واخله

رویال تمرینی کلب ته راشئ او له تمرین څخه خوند واخلئ. دماښام دوهم ټیم اضافي وزن

د پکتیکا ولایت څلور ځوانان د ۱۹ کلونو والیبال لوبډلي لپاره جوړ شوي روزنیز کمپ ته انتخاب شولدغه ځوانان به څه وخت وروسته د...
08/08/2026

د پکتیکا ولایت څلور ځوانان د ۱۹ کلونو والیبال لوبډلي لپاره جوړ شوي روزنیز کمپ ته انتخاب شول
دغه ځوانان به څه وخت وروسته د یوې میاشتې لپاره کابل کې د والیبال روزنه ترلاسه کړې او له ټول روزنیز کمپ څخه به یوه لوبډله هم جوړه شي، د پکتیکا دغو انتخاب شویو ځوانانو ته مبارکي وایو او د لا بریاوو هیله یې لرو

13/12/2025

کابل او ننګرهار لویه لار

Address

Kabul
2602

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ROYAL Training Club posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share