18/07/2023
بسم الله الرحمن الرحيم
( و بشر الصابرين الذين اذا أصابتهم مصيبة قالوا إنا لله وإنا إليه راجعون اولئك عليهم صلوات من ربهم و رحمة و اولئك هم المهتدون )
د ژوندون په روان کاروان کې شهید ځواني مرګ نوید محمدزی زمونږ څخه جلا او ابدیت ته و کوچیده.
شهید په علم سمبال، په اخلاقو ښکلی او په نیکو اعمالو مشهور وه، ډیر اعلی استعداد رب ذولجلال ورته په نصیب کړی وه.
شهید د ملي نجات جبهه حزب د ځوانانو په سازمان کې ډیره موده د مطبوعاتو چارې مخ ته وړلې چې مونږ یې د ایماندارۍ، صداقت او اخلاص شاهدان یو، د شهید یو ناڅپیزه شهادت یوه نه جبرانیدونکې غمیزه ده او په مراتبو خپله خواشیني څرګندوو، الله تعالی دې مونږ ته او د شهید کورنۍ ته د زړه صبر نصیب کړي، په ګور یې نور او یاد یې تلپاتې.
اللهم اغفـر له وارحمه واعف عنه وأ كرم نزله ووسع مدخله واغسله بالماء والثلج والبرد، ونقه من الذنوب و الخطايا كما ينقى الثوب الأبيض من الدنس وأبدله دارا خيرا من داره وأهلا خيـرا من أهله وقه فتنة القبر وعذاب النار.
انا لله و انا الیه راجعون
د حزب د ځوانانو لخوا