04/05/2026
د مرکز او ولایتونو د اور وژني وسایطو د ترمیم او فعالسازی په موخه تخنیکي غونډه پېښو ته د رسېدو او اور وژني عمومي ریاست کې ترسره شوه
په دې غونډه کې، ښاغلي مولوي رفیعالله د معینیت ارشد د مرستیال سکرتر، همدارنګه پېښو ته د رسېدو او اور وژني عمومي ریاست رهبري پلاوي او تخنیکي ټیم ګډون درلود
ګډونوالو د اور وژني وسایطو د ترمیم او فعالسازی پر میکانیزم بحث او د نظر تبادله وکړه. د ولایتونو کې د وسایطو د ترمیم د موظفو کمېټو راپورونه، فعالیتونه او کړنې هر اړخیزې و ارزول شول، همدارنګه څرګنده شوه چې د وسایطو د ترمیم بهیر کولی شي د پېښو او اورلګېدنو ته په وخت رسېدنه کې مهم رول ولوبوي
همدارنګه، ښاغلي مولوي رفیعالله وویل چې د کورنیو چارو وزارت رهبري د پېښو ته د رسېدو او اور وژني ادارې ته ځانګړې پاملرنه لري او د دې ادارې د لا ښهوالي او پیاوړتیا لپاره به خپلې هر اړخیزې همکارۍ ته دوام ورکړي
د عامه پوهاوي آمریت