27/05/2026
د زړه له تله د لوی اختر مبارکي . قدرمنو همکارانو ملګرو اوګران افغان ولس ته وړاندې کوم!
دا مبارکه ورځ د ابراهیم علیه السلام د بې ساري اطاعت او قربانۍ ژوندی یاد دی چې موږ ته د ایمان، صبر او تسلیمۍ درس راکوي.
راځئ چې د دې مبارکو ورځو په رڼا کې د خپلو زړونو تیارې لرې او د مینې، ورورولۍ او انسانیت هغه فضا ژوندۍ کړو چې زموږ ټولنه پرې آبادېږي.
الله دې زمونږ په زورېدلي ملت او وطن د امن، عزت او سوکالي خاص رحم او کرم وکړي او زمونږ کورونه دې له برکته ډک کړي.
آمین