03/10/2014
دلوی او بخښونکی خدای (ج) په سپیڅلي نامه
دلوی اختر په ویاړ داقتصاد وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال دمبارکۍ پیغام
درنو مسلمانو ، متدینو او پتمنو هیوادوالو!
السلام علیکم ورحمته الله وبرکاتة!
ترهرڅه لومړي دخپل ځان او اقتصاد وزارت درهبري هئیت لخوا دلوی اختر درا رسیدو په ویاړ تاسې او ستاسې درنو کورنیو ته دزړه له تله مبارکي وایم.
دالله تعالي له درباره تاسې ته داختر دمبارکو ورځو په برکت دخوښۍ او خوشحالۍ هیله لرم
او دالله تعالي په ستر دربارکې ددعا لاسونه لپه کوم چې په خپل امان کې مو ولري له مشکلاتو لیرې اوسئ
پاک رب دې هغو قدرمنو هیوادوالو ته ددنیا او اخرت بریا په برخه کړي ،چې په خپل هیوادکې دسولي اوټیکاو لپاره هلې ځلې کوي .
الله تعالي دې ددې مقدسو او برکتناکو ورځو په برکت دافغانستان مظلوم خلک ددې غمیزي څخه وباسي او زموږ ولسونوته دې دیومستقل ، بشپړ، کامل او سوکاله افغانستان دقایمولو توان او ځواک ورکړي
درنو هیوادوالو !
راځئ چې په دې مبارکو ورځوکې له الله جل جلاله او خپل مظلوم ولس سره په ډیر اخلاص ژمنه وکړو ، چې دملي یووالي تر درانه سیوري لاندې به دهرډول کرکې او نفرت پرته دیوسوکاله ، اباد او متحد افغانستان لپاره کارکوو.
په پای کې یو ځل بیا په ورځنې ژوندکې بریالی او سوکاله اوسی.
امین یا رب العالمین
عبدالهادي (ارغندیوال)
داقتصاد وزیر