Change Movement بدلون کاروان

Change Movement بدلون کاروان Nothing Is Impossible in this World

د ولسي شاعر مطیع‌الله تراب د مړینې له امله د خواخوږۍ پیغام!!!په ژور تاسف او دروند درد سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ادب، فکر...
15/07/2025

د ولسي شاعر مطیع‌الله تراب د مړینې له امله د خواخوږۍ پیغام!!!

په ژور تاسف او دروند درد سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ادب، فکر، ژبې، او ملي شعور تکړه مبارز مطیع‌الله تراب د زړه د حملې له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

مطیع‌الله تراب یوازې یو شاعر نه و، بلکې یو فکري لوری، یو ولسي بیدارګر، او د بدلون ژبه وه. هغه په خپلو اشعارو کې د ناورین، اشغال، نابرابرۍ او بی‌عدالتۍ پر وړاندې د مقاومت او هیلې څراغ بل ساتلی و. هغه نسل ته پیغام ورکوه، د ملت ضمیر ته یې غږ کاوه، او د وجدان په تله کې یې حقیقت تلله.

بدلون کاروان د ښاغلي تراب مړینه د فکري حرکت، ملي بیدارۍ او ولسي ادبیاتو لپاره ستره ضایعه ګڼي. دا کاروان د هغه ژوند، فکر او مبارزې ته د درناوي سر ټیټوي او د هغه اروا ته د جنت، او کورنۍ ته یې د صبر دعا کوي.

مطیع‌الله تراب تللی، خو غږ به یې ژوندی وي. فکر به یې نه مرګیږي. بدلون به روان وي، ځکه چې دی زموږ د بدلون له کاروان سره و.

انا لله و انا الیه راجعون

په درناوي،
بدلون کاروان

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Change Movement بدلون کاروان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share