23/11/2025
د اسلامي امارت له مالیې وزارت څخه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، له پاکستان سره د سوداګرۍ پرېکون، پر افغانستان هیڅ ډول اغېزه نهده کړې.
اعلامیه کې زیاته شوې، د افغانستان سوداګریزې چارې د سیمې له هېوادونو سره په عادي ډول له کومې ستونزې پرته روانې دي او د ګمرکي محصول په کچه کې هم هیڅ ډول کموالی نه دی راغلی.
مالیې وزارت یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغان سوداګر دې هڅه وکړي چې خپله سوداګرۍ له پاکستان پرته نورو لارو ته واړوي او په خبره یې چې اسلامي امارت ورسره په دې برخه کې همکاري ته چمتو دی.
#طلوعنیوز