04/12/2025
په درنښت!
موږ د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له محترم مشرتابه څخه مننه کوو، چې د دې اوونۍ د لاسته راوړنو په برخه کې یې د (نی) پُستي شرکت پرانسته د یوه مهم پرمختګ په توګه یاده کړې ده. دا زموږ لپاره د باور او اعتبار څرګندونه ده.
همدارنګه ځانګړې مننه کوو د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له محترم رئیس مولوي صاحب ذبیح الله ذکي او د ياد رياست له ټولو کارکوونکو څخه، چې زموږ د شرکت د قانوني ثبت، تخنیکي لارښوونو او همغږۍ په هر پړاو کې یې راسره صادقانه همکاري کړې ده.
د نی پُستي شرکت ټيم ولس ته ډاډ ورکوي چې ټول خدمات به په پوره قانوني چوکاټ، شفافه مدیریت، باور وړ سیستم او چټک خدمت له مخې وړاندې کوو.
په درناوي،
نی پُستي شرکت
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ لاسته راوړنې.