ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست

ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست اقتصاد وزارت
ننګرهار اقتصاد رياست
رسمي فيسبوک پاڼه
(1)

۱۴۴۷/۱۲/۱۶ښه خبر!!!د ننګرهار اقتصاد ریاست له لوري د یو این ډي پي ادارې اړوند د پروژو څخه د څارنې او ارزونې پروژه اړوند س...
02/06/2026

۱۴۴۷/۱۲/۱۶
ښه خبر!!!
د ننګرهار اقتصاد ریاست له لوري د یو این ډي پي ادارې اړوند د پروژو څخه د څارنې او ارزونې پروژه اړوند سکتور ته ور وپېژندل شوه؛

یاده پروژه د UNDP ادارې په مالي ملاتړ او د افغان استرلین مشورتي او څیړنې شرکت (ARM) په تخنیکي همکارۍ د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم ریاست په چوکاټ کې د ننګرهار ولایت په ۱۲ ولسوالیو کې خپل فعالیتونه پیلوي.
د دې پروژې له لارې به د UNDP له لوري پلي شویو پروژو او ترسره شویو فعالیتونو څخه څارنه او ارزونه ترسره کېږي، ترڅو د پروژو د تطبیق کیفیت، اغېزمنتیا، شفافیت او لاسته راوړنې په سمه او معیاري توګه وارزول شي.
ننګرهار اقتصاد رئيس مولوي جان محمد حامد د دې پروژې د پلي کېدو هرکلی وکړ او ويې ويل چې اقتصاد رياست به د مرستندويه ادارو سره په همغږۍ د ورته ګټورو پروژو د پلي کېدو بهير ته دوام ورکړي.

په ختیځ زون کې د اکبر مؤسسې له دفتر څخه لیدنه ترسره شوه؛سه شنبه (۱۴۴۷/۱۲/۱۶)هـ قد ننګرهار اقتصاد رئیس  مولوي جان محمد حا...
02/06/2026

په ختیځ زون کې د اکبر مؤسسې له دفتر څخه لیدنه ترسره شوه؛

سه شنبه (۱۴۴۷/۱۲/۱۶)هـ ق
د ننګرهار اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد چې د اقتصاد ریاست د نظارت آمر انجینر زید احمد هاشمي یې ملتیا کوله د اکبر مؤسسې له مرکزي دفتر څخه لیدنه ترسره کړه.
په دې لیدنه کې د اقتصاد ریاست او اکبر مؤسسې ترمنځ د همغږۍ د لا پیاوړتیا په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې. همدارنګه د مؤسسو اړوند شته ستونزې او ننګونې واورېدل شوې او د حل لارو په اړه لازم نظرونه شریک شول.
د لیدنې پر مهال د اکبر مؤسسې اړوند شعبات هم وکتل شو. د ارزونې له مخې د چارو د لا ښه والي، شفافیت او اغېزمنتیا په موخه اړینې سپارښتنې او لارښوونې هم مسؤلینو ته وړاندې شوې.
د ننګرهار اقتصاد ریاست مشرتابه د مؤسسو له فعالیتونو څخه د دوامداره ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د همغږۍ پیاوړتیا به د ټولنیزو او پراختیایي پروګرامونو په لا اغېزمن تطبیق کې مهم رول ولوبوي.
همداراز د اکبر مؤسسې د ختيځ زون مشورتي هئيت غړو سره ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د مؤسساتو پر ستونزو او فعاليتونو بحث ترسره شو او د ستونزو حل په موخه ورته ډاډ ورکړل شو.

د اړیکو دفتر مؤسسې اداري او پروژوي چارې وارزول شوې؛ سه شنبه (۱۴۴۷/۱۲/۱۶)په ننګرهار کې د  ‏د اړیکو دفتر مؤسسې د اداري او ...
02/06/2026

د اړیکو دفتر مؤسسې اداري او پروژوي چارې وارزول شوې؛

سه شنبه (۱۴۴۷/۱۲/۱۶)

په ننګرهار کې د ‏د اړیکو دفتر مؤسسې د اداري او پروژه وي چارو څخه څارنه ترسره شوه. ننګرهار اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد چې اقتصاد رياست نظارت آمر انجینر زید احمد هاشمي یې ملتیا کوله د يادې مؤسسې اداري فعالیتونو څخه لېدنه او څارنه ترسره کړه. د لیدنې پر مهال د یادې مؤسسې مسؤلینو د خپلو روانو پروژو، لاسته راوړنو، او راتلونکو پلانونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
ياد پلاوي له لورې د ارزونې په جریان کې د مؤسسې اړوند فعالیتونه وکتل شول. همدارنګه، د چارو د لا ښه والي، شفافیت، او مؤثریت د لوړولو په موخه د پلاوي له لوري لازمې سپارښتنې او لارښوونې هم وړاندې شوې، ترڅو راتلونکي فعالیتونه لا منظم او اغېزمن ترسره شي. يادې مؤسسې ته سپارښتنه وشوه چې خپلې ټولې چارې د نافذه قوانينو، اصولو او مقرراتو له مخې تطبيق کړي.

۱۴۴۷/۱۲/۱۶ننګرهار کې د جاپان PMS مؤسسه د اوبو مديريت اړوند نوې پروژې پلې کوي؛د ننګرهار مرستيال والي مولوي غلام الرحمن حي...
01/06/2026

۱۴۴۷/۱۲/۱۶
ننګرهار کې د جاپان PMS مؤسسه د اوبو مديريت اړوند نوې پروژې پلې کوي؛

د ننګرهار مرستيال والي مولوي غلام الرحمن حيدري د جاپان PMS مؤسسې ساحوي مسوولې فوجيتا او تخنيکي ټيم سره يې په ليدنه کې د خوږياڼو د وزيرو تنګي، پچير اګام او د يو شمېر نورو ولسواليو په ګډون د راستنو شويو کورنيو په نويو ښارګوټو کې د اوبو مدیريت اړوند پروژو پلې کولو وړانديزونه وکړل.
نوموړي وويل، چې د دې پروژو د تطبيق غوښتنه ولسونه کړې، چې په عملي کېدو سره به يې خلکو ته د کار زمينې برابرېدو سربيره د زرګونه هکتاره کرنيزې ځمکې د خړوبېدو او پاکو اوبو زمينه برابره شي.
د ولایت مقام دفتر رئيس مولوي شاهد نوراني، د اقتصاد رئيس مولوي جان محمد حامد او د عامې روغتيا رئيس مولوي آمين الله شريف د دې پروژو په اړتيا، ګټو او د يادو سيمو په اقتصادي او ټولنیز ارزښت خپل نظرونه شريک او دا يې ځايي خلکو لپاره حياتي او بنسټيز کار ياد کړ.
د جاپان PMS مؤسسې مسوولې فوجيتا او تخنيکي ټيم يې په خپلو خبرو کې وويل، چې ډېر ژر به د دې ولايت په چهلګزي سيمه کې د اوبو مديريت اړوند د يوې مهمې پروژې چارې پيل کړي.
دوی د ولایت مرستيال ته ډاډ ورکړ چې خپل مرکزي دفتر سره په همغږۍ به د ولایت مقام وړانديز شويو پروژو سروې پيل کړي چې په نږدې راتلونکې کې به يې عملي چارې پيل شي.

۱۴۰۵/۳/۱۰ |  ۱۴۴۷/۱۲/۱۴د لوی اختر له رخصتيو وروسته د ننګرهار اقتصاد رياست چارې بېرته پيل شوې؛د نېکمرغه لوی اختر د رخصتيو...
31/05/2026

۱۴۰۵/۳/۱۰ | ۱۴۴۷/۱۲/۱۴
د لوی اختر له رخصتيو وروسته د ننګرهار اقتصاد رياست چارې بېرته پيل شوې؛

د نېکمرغه لوی اختر د رخصتيو له پای ته رسېدو وروسته، د ننګرهار اقتصاد رياست خپلې رسمي چارې بېرته په عادي او منظم ډول پيل کړې. د اختر له خوښيو او رخصتيو څخه وروسته، د ياد رياست ادارې او خدماتي کارکوونکي د خپلو دندو د پرمخ بېولو لپاره په لومړۍ کاري ورځ پر وخت خپلو دفترونو ته حاضر شول او د هېوادوالو د خدمت کولو هوډ يې يو ځل بيا تازه کړ.
د ننګرهار اقتصاد رياست ټولې اداري او خدماتي چارې د پخوا په څېر په منظم ډول روانې دي، چې د سهار له اتو بجو څخه پيل او د مازدېګر تر څلورو بجو پورې دوام لري. مراجعین کولی شي د ټاکلي وخت په جریان کې خپلې ستونزې، غوښتنې او اداري چارې په اسانه ډول تعقیب کړي.
د ياد رياست مشرتابه مولوي جان محمد حامد او کارکوونکي ژمن دي چې د هېوادوالو د اقتصادي چارو د سمون، همغږۍ او پرمختګ لپاره په پوره اخلاص، صداقت او مسلکي چلند سره کار وکړي. دوی هڅه کوي چې خدمات لا چټک، شفاف او اغېزمن وړاندې کړي، تر څو د خلکو باور نور هم پياوړی شي.
همدارنګه، د ننګرهار اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد له ټولو مراجعينو څخه غوښتنه کوي چې د اداري اصولو او وختونو مراعات وکړي، څو چارې په ښه ډول او پرته له ځنډ څخه تر سره شي. رياست به تل هڅه کوي چې د هېوادوالو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د اقتصادي پرمختګ په برخه کې خپل مهم رول ولوبوي.

26/05/2026
د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ پيغام;بسم الله الرحمن الرحیم ګرانو هېوادوالو، درنو مسلمانانو او د ننګرهار باعزته و...
26/05/2026

د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ پيغام;

بسم الله الرحمن الرحیم

ګرانو هېوادوالو، درنو مسلمانانو او د ننګرهار باعزته ولسه!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
په ډېرې خوښۍ سره د نېکمرغه لوی اختر د را رسېدو له امله تاسو ټولو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوم. هيله لرم چې دا مبارکې ورځې مو د خوښۍ، سوکالۍ، ورورولۍ او يووالي سبب وګرځي.
لوی اختر د مينې، بښنې او يووالي پيغام له ځان سره لري. راځئ چې په دې مبارکو شېبو کې خپل زړونه له کينې پاک کړو، يو بل وبښو او د يو سوله‌ييز، متحد او پرمختللي افغانستان لپاره ګډ کار وکړو.
په همدې مناسبت د هېواد د ازادۍ، عزت او اسلامي ارزښتونو د ساتنې په لاره کې د مجاهدينو د قربانيو او مبارزې درناوی کوم، او د هغو ټولو شهيدانو پاکو ارواحو ته د الله تعالی له درباره د جنت الفردوس دعا کوم، چې د هېواد د دفاع او د حق د لارې په مبارزه کې يې خپل ژوند قربان کړی دی. همدارنګه د وروستيو پېښو ټولو شهيدانو ته د مغفرت او د دوی درنو کورنيو ته د جميل صبر غوښتنه کوم، او ټپيانو ته د بشپړې روغتيا هيله لرم.
په دې مبارکو ورځو کې له الله تعالی څخه دا دعُا کوم چې زموږ په ګران هېواد کې د اسلامي نظام بنسټونه نور هم ټينګ، تلپاتې او د ولس د سوکالۍ لامل وګرځوي، او موږ ټولو ته د هېواد د خدمت کولو توفيق را په برخه کړي.
الله تعالی دې زموږ عبادتونه، قربانۍ، دعاګانې او نېکې هیلې قبولې کړي، او دا مبارک اختر دې د رحمت، برکت، امن او خوښۍ پیغام له ځان سره ولري.
د نېکمرغه لوی اختر مبارکي مو ومنئ!

په درنښت
مولوي جان محمد حامد
د ننګرهار اقتصاد رئیس

د شیرزادو ولسوالۍ د کدېخېلو د علماء کرامو او قومي مشرانو ستونزې واورېدل شوې؛یکشنبه | ۱۴۴۷/۱۲/۷د ننګرهار اقتصاد رئیس، مول...
24/05/2026

د شیرزادو ولسوالۍ د کدېخېلو د علماء کرامو او قومي مشرانو ستونزې واورېدل شوې؛
یکشنبه | ۱۴۴۷/۱۲/۷
د ننګرهار اقتصاد رئیس، مولوي جان محمد حامد د شیرزادو ولسوالۍ د کدېخېلو سیمې د علماء کرامو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو ستونزې او غوښتنې واورېدې.
په دې لیدنه کې راغلو علماء کرامو، قومي مخورو او سپین‌ږیرو د خپلو سیمو د موجوده ستونزو په اړه خبرې وکړې او د پاکو اوبو د څاه‌ګانو کیندلو، روغتیايي او تعلیمي خدمتونو پراختیا، بشري مرستو او پرمختیايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه یې وکړه. همدارنګه هغوی د بې‌کارۍ زیاتوالی د خلکو له جدي ستونزو څخه یاد کړ او له مرستندویه ادارو یې وغوښتل چې د کاري فرصتونو برابرولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ننګرهار اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد د هغوی خبرې او ستونزې په غور واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې یادې غوښتنې او ستونزې به د حل په موخه له اړوندو امارتي ادارو او مرستندویه مؤسسو سره شریکې شي. نوموړي وویل، اقتصاد ریاست هڅه کوي څو د خلکو اساسي اړتیاوو ته د رسېدنې ترڅنګ، د بېلابېلو پراختیايي پروژو او کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
په پای کې علماء کرامو او قومي مشرانو د ننګرهار اقتصاد ریاست له همکارۍ او د ولسي ستونزو د اورېدو له بهیر څخه مننه وکړه او د لا ډېرو همغږیو غوښتنه یې وکړه.

۱۴۴۷/۱۲/۷ښه خبر!د ننګرهار اقتصاد ریاست له لوري د سترګو د لاسرسي وړ پاملرنې پروژه اړونده سکتور ته ور وپېژندل شوه؛یاده پرو...
24/05/2026

۱۴۴۷/۱۲/۷
ښه خبر!
د ننګرهار اقتصاد ریاست له لوري د سترګو د لاسرسي وړ پاملرنې پروژه اړونده سکتور ته ور وپېژندل شوه؛

یاده پروژه د AUSTRALIA ادارې په مالي ملاتړ او د Health Net مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار ولایت حوزوي روغتون کې، د عامې روغتیا ریاست تر چتر لاندې، خپل فعالیتونه عملاً پیلوي.
چې د دې پروژې له لارې زرګونه هېوادوال د سترګو اړوندو روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شي، چې پکې د سترګو معاینات، سکریننګ، د سترګو پردې عملیات او نورو اړینو تخصصي خدماتو وړاندې کول شامل دي. دغه پروژه به د سترګو ناروغیو د مخنیوي او پر وخت درملنې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
د ننګرهار اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد د یادې پروژې د پلي کېدو هرکلی وکړ او ویې ویل، د روغتیايي خدمتونو پراختیا د یوې سالمې او پرمختللې ټولنې د جوړېدو اساسي اړتیا ده. نوموړي زیاته کړه چې د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره د مرستندویه ادارو همکاري او دوامدار ملاتړ ارزښتناک او اړین دی.
ښاغلي حامد همدارنګه څرګنده کړه، د اقتصاد ریاست به د همغږۍ او ګډو همکاریو له لارې د ورته عامه ګټو او بنسټیزو پروژو د تطبیق ملاتړ ته دوام ورکړي، څو خلکو ته د معیاري، دوامدارو او اسانه روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو زمینه لا نوره هم پراخه شي.

د ننګرهار په طورخم عمري کمپ کې راستنېدونکو کورنیو ته د لوی اختر د قربانۍ غوښو مرسته ترسره کېږي؛یکشنبه، ۱۴۴۷/۱۲/۷د ننګرها...
24/05/2026

د ننګرهار په طورخم عمري کمپ کې راستنېدونکو کورنیو ته د لوی اختر د قربانۍ غوښو مرسته ترسره کېږي؛

یکشنبه، ۱۴۴۷/۱۲/۷
د ننګرهار اقتصاد ریاست په هڅو او د نړيوالې همکاري مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د طورخم عمري کمپ کې ۵۳۳ راستنېدونکو کورنیو ته د لوی اختر د قربانیو غوښو د وېش ترسره کېږي.
د یادې مرستې له مخې، هرې کورنۍ ته ۳ کیلو ګرامه د قربانۍ غوښه ورکول کېږي، څو د اختر په شپو ورځو کې له خپلو اړتیاوو سره تر یوه بریده مرسته ترلاسه کړي.
د ننګرهار اقتصاد رئیس مولوي جان محمد حامد د دې بشري مرستې هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه، چې د اقتصاد ریاست د خپلو اصولو او کړنلارو له مخې د ټولو بشري، پرمختیایي او رغنیزو پروژو بشپړ ملاتړ کوي. نوموړي زیاته کړه، چې د مرستندویه ادارو ترمنځ د همغږۍ د لا پیاوړتیا لپاره به هڅې لا ګړندۍ شي، تر څو مرستې په شفاف، عادلانه او پر وخت ډول مستحقو کورنیو ته ورسول شي.
راستنېدونکو کورنیو هم د دغې مرستې له امله خوښي څرګنده کړه او له اړوندو ادارو او مرستندویه بنسټونو څخه یې مننه وکړه، چې د اختر په درشل کې یې د دوی لاسنیوی وکړ.
دغه مرستې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې راستنېدونکې کورنۍ له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او ورته بشري مرستې د دوی د ژوند په ښه والي کې مهم رول لري.

Address

Jalalabad

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ننګرهار ولایت اقتصاد ریاست posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share