27/05/2026
د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د جلال آباد ښاروالۍ نوکریوال ګروپونه د ښاریانو په خدمت کې.
د جلال آباد ښاروالۍ د مشرتابه د حکم له مخې د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د اختر په لومړۍ ورځ د عوایدو او محاسبې رئیس ښاغلي اکرام الدین مفتون په مشرۍ د تنظیف آمر مولوي ضیاالدین، د مارکیټونو د تنظیم آمر حضرت علي آغا د تنظیف د ۴۰۰ کارکوونکو په مرسته د ښاریانو په چوپړ کې دي.
د جلال آباد ښاروالۍ رهبري له تاسو ښاریانو غوښتنه کوي چې خپل کثافات مناسبو او ټاکل شوو ځایونو ته ورسوئ ترڅو د ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري اړوندو ځایونو ته انتقال شي.
که د جلال آباد ښار شاوخوا مو تنظیفاتي اړتیا وه په لاندې شمېرو اړیکه ټینګه کړئ.
0789321219
0774014445
د اختر لومړۍ ورځ مو مبارک شه!
ــــــــــ
د جلال آباد ښاروالۍ رسنیز دفتر