28/08/2026
سلامونه 🌹
📢 د آریوب ځاځیو ولسوالۍ د روغتون د ناروغانو لپاره مهم خبر!
په ډېرې خوښۍ سره خبر درکوو چې د آریوب ځاځیو ولسوالۍ روغتون په لابراتوار کې د CBC ماشین فعال شو. 🩸🔬
له دې وروسته زموږ محترمو ناروغانو ته د CBC (Complete Blood Count) معاینه په روغتون کې ترسره کېږي.
🩸 CBC معاینه څه ده
CBC د وینې یوه مهمه معاینه ده چې د وینې د سرو او سپینو کرویاتو، هیموګلوبین، پلیټلېټونو او نورو مهمو شاخصونو په اړه معلومات ورکوي او د بېلابېلو ناروغیو په تشخیص کې له ډاکټر سره مرسته کوي.
✅ چټکه او دقیقه د وینې معاینه
✅ د ناروغیو په تشخیص کې مرسته
✅ په خپل ولسوالۍ کې د لابراتواري خدمتونو اسانتیا
✅ د ناروغانو لپاره د وخت او لګښت سپما
📍 د آریوب ځاځیو ولسوالۍ روغتون – لابراتوار
له ټولو درنو هېوادوالو او د سیمې له اوسېدونکو څخه هیله کوو چې د روغتیايي خدمتونو د لا ښه کېدو لپاره له موږ سره همکاري وکړي.
روغتیا د ټولو ګډه اړتیا ده! ❤️