01/03/2021
د ماليه ورکوونکي د تشخیصې نمبر (TIN) خبرتيا
گرانو هېوادوالو! اوس د ماليه ورکوونکي د تشخیصې نمبر (TIN) په آنلاين ډول په څلرويشتو کاري ساعتونو کې تر لاسه کولی شئ.
په آنلاين ډول د پېژندنې گڼې یا تشخیصیه نمبر د تر لاسه کولو لپاره لومړی د عوايدو لوی رياست وېبپاڼې ته په ورتللو سره د "برېښنايي خدمتونه" کټگورۍ کې "د ماليه ورکوونکي د پېژندنې گڼه" برخې په کېکاږلو سره غوښتنليک تر ښکته کولو او ډکولو وروسته د هؤيتپاڼې/ تذکرې له کاپۍ سره يو ځای [email protected] ایمیل ادرس ته واستوئ.
بهرني وگړي دې د پاسپورټ کاپي او سوداگريز سازمانونه دې د مالياتي تصفيې کاپي له غوښتنليک سره يو ځای ورکړل شوي ایمیل ته واستوي او که مخکې مو د پېژندنې گڼه تر لاسه کړې وي او معلومات مو بدلول غواړئ، د پېژندنې گڼه مو په غوښتنليک کې وليکئ.
د پېژندنې گڼې بيا چاپ او صدور وړيا دي او د پيسو د غوښتنې پر مهال د عوايدو لوی رياست د معلوماتي مرکز له (۱۰۰۰) شمېرې سره اړيکه ونیسئ.
د پېژندنې گڼې غوښتنليک (په پښتو ژبه) له لاندېني لېنک څخه تر لاسه کولی شئ:
https://ard.gov.af/.../%D8%AF-%D9%85%D8%A7%D9%84%D9%8A%D9